افغانستان کریکټ

هغه افغاني تصویران چې د کریکټ نړیواله شورا یې هم مجبوره کړه او لیکنه یې پرې وکړه

څو ورځې مخکې پر ټولنیزه میډیا څو تصویران خپاره شول، پکې لیدل کیږي چې یو ځوان هلک له خاورو څخه د کریکټ یو سټډیوم جوړ کړی ویکټې، بیټونه هم پکې ښکاري او د افغانستان بیرغ یې هم پرې لګولی و، لومړی د افغانستان مشهور لوبغاړي راشد دا تصویران له خپل فسبوک پورته کړل بیا د افغانستان نورو لوبغاړو پورته کړل بلاخره د کریکت نړیواله شورا ای سي سي یې هم مجبوره کړه چې لیکنه پرې وکړي.

د کریکټ نړیوالې شورا د افغانستان د بریا وروسته هماغه تصویران پر خپله پاڼه پورته کړل او ورسره یې ولیکل چې ” کله چې تاسو میدان ته نشئ تللی نو ځان ته خو میدان جوړولی شئ، له ننګرهار څخه د افغان لوبډلې یو مینه وال زبیر د خپل ټیم څخه خوښ و ځکه یې بریا خپله کړه”

دا هغه لیکنه ده چې پر دې تصویرانو د کریکټ نړیوالې شورا کړې.
د یادونې ده چې له دې مخکې د کریکټ نړیوالې شورا په پښتو ژبه له خپل وال څخه ګربز ته د ښې لوبې مبارکي هم ورکړې وه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې