لیګونه

محمد شهزاد لس اوریزه لیګ کې د ګډون په موخه اماراتو روان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی توپ وهونکی محمد شهزاد د دوبۍ په لس اوریزه «T10» لیګ کې ګډون په موخه نن له افغانستان څخه د اماراتو په لور وخوځېدۀ.

ټاکل شوي ده چې لس اوریزه کرکټ لیګ د روانې جنورۍ په ۲۸مه نېټه پیل شي او د راتلونکي فبروري تر ۶مې نېټه دوام وکړي.

دوبۍ لس اوریزه کرکټ لیګ ته شاوخوا ۱۳ افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي چې د بېلا بېلو لوبډلو په ګټه به ولوبیږي.

محمد شهزاد د «ډیکن ګیلاډیټرز» لوبډلې په ګټه لوبیږي چې تېر کال هم د همدغې لوبډلې په ګټه ولوبیدۀ.

د یادې لوبډلې مشر روزونکی هم له افغانستان څخه دی چې د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی اجرایه رایس «اسدالله خان» به د یادې لوبډلې مشر روزونکی ولوسي.

ډیکن ګیلاډیټرز لوبډلې سره د محمد شهزاد ترڅنګ د نړۍ نور نامتو لوبغاړي کېرون پولارډ او سنیل ناراین هم شتون لري

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې