دلوبغاړو په اړه

له استرالیا راستون شوی محمد سراج د کور په ځای هدیره ته ولاړ.

د هندۍ لوبډلې مسلمان او چټک توپ اچوونکی «محمد سراج» د اسټرالیا له سفر وروسته د خپل کور په ځای لومړی د خپل پلار قبر ته ورغی.

د اسټرالیا له بریالي سفر وروسته بېرته راستون شوی مسلمان لوبغاړی «محمد سراج» سیده د خپل پلار قبر لیدو ته ورغی .

د مشهورې ویب پاڼې « کریک انفو» د راپور له مخې محمد سراج د خپل پلار «محمد غوث» قبر ته تللی ؤ، د چټک توپ اچونکي محمد سراج پلار څو ورځې وړاندې د سږو ناروغۍ له امله مړ شوی و.

محمد سراج د خپل پلار مرګ پر مهال اسټرالیا کې د هندۍ لوبډلې سره مل و.

د یادونې وړ ده چې دغه مسلمان لوبغاړي محمد سراج خپله لومړۍ ټیسټ لوبه د اسټرالیا خلاف پیل کړه او د څلور ټیسټ سیالیو په لړ کې یې په زړه پورې توپ اچونه وکړه.

د هغه د غوره بالینګ له امله هند وکولای شول د اسټرلیا خلاف وروستۍ ټیسټ لوبه وګټي او د څلورو ټیسټ سیالیو سیریز هم دوه پر یو هند وګټۀد.

محمد سراج د پنجشنبې په سهار هندوستان ته راستون شو او په مستقیم ډول یې په حیدرآباد کې د خپل پلار محمد غوث قبر ته لاړ.

د محمد سراج پلار د سږو په ناروغۍ اخته و د هغه پلار د نومبر په ۲۰مه نېټه ومړ.

محمد سراج په هندوستان کې د ملسمانې کورنۍ څخه دی چې هند پریمر لیګ د محمدنبي او راشدخان سره یو ځای په سن رایزرز حیدر اباد لوبډله کې ملګری دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې