دلوبغاړو په اړه

رحمان الله ګربز په پرونۍ لوبه کې لاندې ریکارډونه جوړ کړل.

افغانستان د ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام دپاره «ورلډ کرکټ لیګ» لومړۍ لوبه پرون د ایرلینډ خلاف ترسره کړه چې افغانستان په «۱۶» منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې افغانستان د لومړۍ وار توپ وهنې وروسته ایرلینډ ته ۲۸۸ منډو هدف ورکړ، چې ګربز ۱۲۷ او راشدخان ۵۵ زیاتې منډې وکړې.

ایرلینډ ددغه هدف په تعقیب ۲۷۱ منډو وکړې او لوبه یې د ۱۶ منډو په توپیر وبایلله.

په دغه سیالۍ کې د رحمان الله ګربز جوړ شوی ریکارډونه:

ګربز لومړی لوبغاړی شو چې د یو ورځنۍ لوبو فارمټ پیلزه لوبه کې په ۳۳ توپونو نیمه سلیزه «۵۰» ترلاسه کوي.

ګربز لومړی افغان لوبغاړی شو چې د یو ورځنۍ لوبو فارمټ پیلیزه لوبه کې سلیزه جوړوي، همدا راز ګربز د نړۍ ۱۶م لوبغاړی شو چې د یو ورځنۍ لوبو پیلیزه «لومړۍ» لوبه کې سلیزه جوړوي.

ګربز لومړی لوبغاړی شو چې د یو ورځنۍ لوبو فارمټ د پیل لوبه کې «۹» شپږیزې تر لاسه کوي.

ګربز لومړی ویکټ کیپر توپ وهونکی دی چې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ۱۲۷ لوړې منډې کوي.

ګربز له محمد شهزاد وروسته دوهم افغان لوبغاړی شو چې د یو ورځنۍ لوبو فارمټ کې د یو اننګز زیاتې ۱۲۷ منډې کوي، له ګریز وړاندې محمد شهزاد ۱۳۱ منډې جوړې کړي دي.

رحمان الله ګربز د افغانستان نولس کلنې لوبډلې لوبغاړی و چې ډېر ژر یې نړیوالو لیګونو او نړیوال کرکټ ته لار پیدا کړه، ګربز اوس په نړیواله کچه شهرت لري چې د خطرناکو شاټونو له امله نړیوال مبصرین ورته ۳۶۰ کلمه او افغان اې بي ډیویلیرز وایي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به د ورلډ کرکټ لیګ دوهمه سیالۍ یکشنبه د جنورۍ په ۲۴مه د ایرلینډ خلاف ترسره کړي.

خبریال: نورخان اشنا

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې