افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

رحمان الله ګربز خپلو مینه والو ته ځانګړی پیغام ورکړی

د افغان لوبډلې ځوان او با استعداده لوبغاړی رحمان الله ګربز چې پرون یې په خپله لومړۍ رسمي یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه ترلاسه کړه، نوموړی له خپلې سلیزې ډېر خوښ دی، هغه پرون په ۱۲۷ توپونو ۱۲۷ منډې جوړې کړې، ګربز له خپلو مینه والو مننه کړې چې ده ته یې مبارکي ورکړې ده او مینه والو ته یې یو ځانګړی پیغام هم ورکړی دی او ویلي یې دي چې ستاسو ملاتړ، هڅونه او مینه ماته ډېره انرژي راکوي نو ماته دعا کوئ.

هغه پر خپل رسمي فسبوک پاڼه لیکلي “ستر خدایه! مننه او شکر
نن زما لپاره د ویاړ او خوشحالۍ ورځ ده چې د هیواد په استازولۍ مې په لومړنۍ نړۍ واله یوورځینۍ سیالۍ کې د ایرلنډ پر وړاندې سلیزه وکړه او د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شوم، ستاسو ملاتړ,مینه او هڅونه ماته لا ډیره انرژي او ځواک رابخښي ترڅو د ګران هیواد د بریا لپاره ښه ولوبیږم او دغه میړني ولس ته خوشحالۍ او مسکا ډالۍ کړم،د یو سولیز,پیاوړي او سرلوړي افغانستان په هیله”
ګربز تېره ورځ خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې دا کارنامه وکړه او سلیزه یې جوړه کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې