افغانستان کریکټ

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هم د کریکټ مینه وال دی

افغان لوبډلې تېره ورځ له ایرلینډ سره په سیالۍ کې د سیریز لومړۍ بریا خپله کړه، او لوبه یې وګټله د کریکټ ټولو مینه والو مبارکي ورکړه د هېواد د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هم مبارکي ورکړه، او وې ویل چې ملي لوبډله او لوبغاړي د سولې سفیران دي او دوی ته ځانګړې مبارکي وايم، له دې سره معلومه شوه چې نوموړی هم د کریکټ مینه وال دی.

نوموړي پر خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکلي “درنو او معززو هېوادوالو، د ایرلینډ پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستره بریا مو مبارک شه، ځانګړې مبارکي یې د کرکټ ملي لوبډلې درنو لوبغاړو، افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ ټولو مینه والو ته وایم، زموږ ملي لوبډله زموږ د ملي یووالي، او سولې سفیران دي.”
نوموړي دا خبره وروسته له هغې وکړه چې افغان لوبډلې په یو ورځنۍ سیالۍ کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې