نړیوال کریکټ

بنګله دېش د دوهم ځل لپاره هم وېسټ انډېزۍ لوبډله په ګونډو کړه

د بنګله دېش او وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه، چې دا سیالۍ د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې په بریا سره پاېته ورسېده چې له وړاندې هم بنګله دېشۍ لوبډلې وېسټ انډېزۍ لوبډله له ماتې سره مخامخ کړې وه.

د لوبې په پیل کې وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډي جوړې کړې. چې د وېسټ انډېز لپاره توپ وهنه کې پاول ۴۱ منډي جوړې کړې.

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې لپاره بیا توپ اچونه کې مهدي حسن میرزا څلور ویکیټې ترلاسه کړې. په ځوابي توپ وهنه کې بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف ۳۲.۲ اورنو کې بشپړ کړ. چې بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ وهنه کې الراونډر شکیب الحسن ۴۳ ناسوځيدلې منډې جوړې کړې او د بنګله کریکټ ملي لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوبولو.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې د ۶ ویکیټو په توپېر ماتې خوړلې وه او اوس یې دوهمه لوبه کې د ۷ ویکیټو په زیان ماتې وخوړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍ او درېمه یو ورځنۍ لوبه د راتلونکي دوشنبې په ورځ د بنګله دېش په چټوګرام ښار کې ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې