لیګونه

اکاش چوپړا: له میچل سټارک وروسته به مجیب الرحمان په لوړه بیه واخیستل شي.

د هندوستان کرکټ کنټرول ادارې « بي سي سي ای» د هند پریمر لیګ اتو ګډون کونکو لوبډلو ته خبر ورکړ چې د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې هغه نومونه دوی ته وسپاري چې د ۲۰۲۱ م کال «ای پي ایل» دپاره یې له ځان سره ساتي.

د چهارشنبه په ورځ د جنوري ۲۰مه اته لوبډلو د خپل ساتل شوي او خوشي شوي لوبغاړو لیست وړاندې کړ، مجیب الرحمن په ۲۰۲۰م کال «آی پي ایل» کې د کینګز الیون پنجاب لپاره ډیرې لوبې ونه کړې او له همدې امله خوشې شو.

د هندۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی اوسنی مبصر « اکاش چوپړا » وایي چې دغه ۱۹ کلن ځوان به له شاوخوا اوه تر اتو کروړه هندۍ کلدارو پورې وپېرل شي

اکاش چوپړا د هغو لوبغاړو نومونه یادوي چې راتلونکي نیلامۍ کې به تر ټولو ډېر پېرړونکي او لوړه بیه ولري.

اکاش چوپړا وایي، د استرالیا چټک توپ اچونکی میچل سټارک به تر ټولو په لوړه بیه وپېرل شي، ورپسې د مجیب الرحمان نوم اخلي چې له ۷ څخه تر ۸ کروړه هندۍ کلدارو به وپېرل شي.

د نوموړي په فکر چې کریس ګرین به پنځه یا شپږ کروړه، جیسن روی به له څلورو تر شپږ کروړه هندۍ کلدارو وپېرل شي.

ټاکل شوې ده چې انډین پریمر لیګ دپاره د لوبغاړو نیلامي به راتلونکي فبروري کې ترسره شي چې د مجیب الرحمان ترڅنګ به نور افغان لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې