افغانستان کریکټ

افغانستان د «ورلډ کرکټ لیګ» پنځم مقام ته ورسېدۀ

د کرکټ نړیوالې شورا « ای سي سي » د ۲۰۲۳ م کال نړیوال دپاره ورلډ کرکټ لیګ سیالۍ په لار وچولې چې له مخې یې ددغه لیګ اته «۸» غوره لوبډلې نېغ په نېغه په ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام کې ګډون کولی شي، او پاتې دوه لوبډلې به د کوالیفایر روانډ څخه لار پیدا کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا « ای سي سي» اصولو مطابق به د ورلډ کرکټ لیګ په جریان کې هره لوبډله اته «۸» سیریزونه ترسره کړي چې هر سیریز کې په درې «۳» یو ورځنۍ لوبې شاملې وي.

همدا راز یې له اته «۸» سیریزونو څخه څلور په کوربتوب او څلور نور یې په مېلماتوب ترسره کیږي.

د ورلډ کرکټ لیګ «۸» سیریزونو په جریان کې هره لوبډله ټولټال «۲۴» یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي، چې په پای د نمرو جدول په سر کې اته مخکښې لوبډلې د ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام ته نېغ په نېغه لار پیدا کوي.

افغانستان د ورلډ کرکټ لیګ لومړی سیریز د ایرلینډ خلاف پیل کړ چې په لومړۍ لوبې ګټلو سره یې له استرالیا، انګلستان، پاکستان، او بنګله دیش وروسته پنځم مقام خپل کړ.

افغانستان که راتلونکي دواړه سیالۍ ګټي نو په «۳۰» نمرو اخیستلو سره د استرالیا وروسته دوهم مقام ته رسیدلی شي.

اوس مهال استرالیا په ۴۰، انګلستان په ۳۰، پاکستان په ۲۰ او بنګله دیش په ۱۰ نمرو لرلو سره د افعانستان څخه وړاندې مقامونه لري.

په یاد ولرئ چې د ورلډ کرکټ لیګ د هرې لوبې په ګټلو سره ګټونکي لوبډلې ته «۱۰» نمرې یا پوینټونه ورکوي.

خبریال: نورخان آشنا

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې