نړیوال کریکټ

محمد حفیظ: چاچې وطن بدنامه کړ دوباره دې ملي لوبډله کې ځای نه ورکول کیږي.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر «محمد حفیظ» د تورنو لوبغاړو یو ځل بیا لوبډلې ته د راستنیدو سره مخالفت وکړ او زیاته یې کړه هغه څوک چې د هیواد نوم بدنامه کړي باید بیا د وطن په نوم ویاړ ورنکړل شي.

د «ښار۴۲» راپور له مخې د لاهور په پروګرام کې ورزشي خبریالانو ټولنې ته د خبرو پر مهال محمد حفیظ وویل چې هغه د سویلي افریقا پر وړاندې د سیالۍ لپاره چمتو دی.

د جنوبي افریقا پروړاندې سیریز به اسانه نه وي، ځوان لوبغاړي باید فرفامنس ترسره کړي.

محمد حفیظ پر روزونکو د پاکستان یو شمېر پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو نیوکو دفاع وکړه او ویې ویل چې د اوسنۍ لوبډلې مدیریت د پاکستان کرکټ په تاریخ کې ترټولو ښه مدیریت دی او ځینې خلک د دوی د کړنو پرمختګ نشي زغملی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر روزنکو وقار یونس او مصباح الحق لوبغاړو نیوکې وکړې چې قصدً د دوی له استعداد سره لوبې کوي.

په خاص ډول چټک توپ اچونکی محمد عامر د نړیوال کرکټ تقاعد وروسته دواړه روزونکي تورن کړل چې ګواګي د محمد عامر تقاعد لامل هم وګرځېدل.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې