نړیوال کریکټ

سنجو سمسون د ۲۰۲۱ کال لپاره د راجستان رایلز لوبډلمشر وټاکل شو

هندوستانی کریکټر سنجو سمسون چې په لوبډل مشرۍ کې تجربه هم لري، اوس د ۲۰۲۱ کال لپاره په ای پي ایل سیالیو کې د راجستان رایلز کپټان وټاکل شو، نوموړی له دې مخکې د هندوستان په کورني کریکټ کې د کېرالا لوبډلې کپټان پاتې شوی، د نولس کلنو لوبډلې د مشاور کپتان په صفت هم پاتې شوی دی، سمسون ښي لاس توپ وهوونکی دی او ویکټ ساتوونکی هم دی.

سنجو سمسون د اسټرالیاوي سټیو سمیټ پر ځای ددې لوبډلې کپتان ټاکل شوی دی، سمسون وایي ما دې ټیم سره ډېر وخت تیرکړ په ډیره مینه مې لوبې کړي راهول ډراویډ، شین واټسن، اجینکا رهاني او سټیو سمیټ هغه مشران دي چې ما ورڅخه زده کړه کړې ده او زه د راتلوونکي فصل ای پي ایل لپاره ډیر په تمه یم ترڅو ښه ولوبیږم.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې