دلوبغاړو په اړه

رحمن الله ګربز په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې پنځوسیزه جوړه کړه

ځوان لوبغاړی رحمن الله ګربز چې نوی نوی له ملي لوبډلې سره یوځای شوی نن یې د افغانستان لپاره په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې برخه واخسته او ښه ولوبیده نوموړي په نننۍ لوبه کې خپله لومړۍ پنځوسیزه ترلاسه کړه او لا هم لوبه کوي

ګربز وشو کولای چې نن په لوبه کې د څلور شپږیزو او پنځه څلوریزو پر مټ په ۳۸ توپونو پنځوس منډې جوړې کړي
رحمان الله ګربز په ۲۰۱۹ سپټمبر کې له ملي لوبډلې سره یوځای شوی ویکیت کيپر بیټس مین دی او د افغانستان د ځوانو کریکټرانو له جملې څخه شمېرل کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې