لیګونه

د ۲۰۲۱ م کال «ای پي ایل» نیلامۍ دپاره کومه لوبډله زیاتې پیسې لري؟ دلته یې ولولئ.

د هندوستان هېواد «انډین پریمر لیګ» لوبډلو پرون د جنورۍ ۲۰مه نېټه د ځان سره ساتلو او ازاد کړل شوو لوبغاړو نوملړ خپور کړ.

په دغه نوملړ کې تر ټولو زیات لوبغاړي «رویال چیلینجرز بنګلور» لوبډلې خوشي کړي «ازاد» کړي، دوی ټولټال ۱۳ لوبغاړي ازاد کړي چې پکې ۹ کورني او ۴ بهرني لوبغاړي شامل دي.

په دوهم ځای کې بیا «کینګز الیون پنجاب» لوبډله شتون لري چې ټولټال یې ۹ لوبغاړي ازاد کړي چې پکې ۵ بهرني او ۴ کورني لوبغاړي شامل دي.

د لوبغاړو رنیولو تعداد.

د هند کرکټ کنټرول ادارې اصولو له مخې هره لوبډله حق لري چې د ۱۸ لوبغاړو نیولي تر ۲۵ پورې لوبغاړي وپېري، د اصولو مطابق ۸ لوبغاړي به بهرني او پاتې نور به کورني هندي لوبغاړي واوسي.

د لوبغاړو لګښت:

د اصولو مطابق هره لوبډله باید تر (۸۰) کروړه هندۍ کلدارو زیات مصارف ونکړي، له ۱۸ نیولي تر ۲۵ ټول لوبغاړي تر ۸۰ کروړه پیسو راونیول شي.

د ۲۰۲۱ م کال لوبغاړو نیلامی:

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱م کال هند پریمر لیګ دپاره د لوبغاړو نیلامي راتلونکي فبروري میاشت کې ترسره شي.

کومې لوبډلې د راتلونکي کال نیلامۍ دپاره ډېرې پیسې لري؟

کینګز الیون پنجاب لوبډله تر ټولو زیاتې «۵۳.۲۰» کروړه هندۍ پیسې لري.

دغې لوبډلې د تېر کال قېمت بیه بهرني لوبغاړي ازاد کړل، چې له ډلې یې کلین مکسویل په ۱۰.۷۵ کروړه، کوټریل ۸.۵ کروړه، مجیب الرحمان په ۴ کروړه اخیستل شوی وو بېرته ازاد شول.

دغې لوبډلې یوازې درې بهرني لوبغاړي، کریس ګیل، کریس جورډن او نیکولس پوران له ځان سره وساتل، راتلونکي نیلامۍ کې به پنځه بهرني لوبغاړي واخلي.

په دوهم ځای کې بنګلور لوبډله تر نورو زیاتې «۳۵.۹۰» کروړه هندۍ روپۍ لري.

په ترتیب سره راجستان ۳۴.۸۵ کروړه، چینای ۲۲.۹۰ کروړه، ممبۍ ۱۵.۳۵ کروړه، ډیلي ۱۲.۹۰ کروړه، کلکته ۱۰.۷۵ کروړه او حیدراباد هم ۱۰.۷۵ کروړه د پېرلو پیسې لري.

ټاکل شوې ده چې د لوبغاړو نیلامي راتلونکي فبروري میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې