افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

د نن جنورۍ 21 مې لنډ ورزشي خبرونه

1. افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې ایرلینډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
2. د کرکټ ملي لوبډلې نه اعلان شوې ګونګ لباس سپانسر!
د کرکټ ملي لوبډلې په لباس د ايرلنډ په وړاندې لوبو کې د کوم رسمي تړون او اعلان پرته RTA SPORTS تلويزون لوګو ښکاري.  که دغه لوګو چې د نړۍ نورې لوبډلې او ان ايرلنډ يې په تړون لکونه ډالر اخلي مفته لګول شوي وي نو دا د افغانستان کرکټ سره نه جبرانېدونکى خيانت دى. 
3. محمد حفیظ: چاچې وطن بدنامه کړ دوباره دې ملي لوبډله کې ځای نه ورکول کیږي.
4. د ۲۰۲۱ م کال «ای پي ایل» نیلامۍ دپاره کومه لوبډله زیاتې پیسې لري؟ دلته یې ولولئ.
5. بیګ باش لیګ اډلایډ سټرایکرز بریسبن هیټ ته د ۸۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
6.د یارکرو توپونو پاچا ملینګا نور په لیګونو کې نه لوبېږي
د ببرو ویښتانو لرونکي لوبغاړي او د نړۍ مشهوره تېز بالر ملینګا له فرنچائز کریکټ څخه استعفا اعلان کړه او له دې وروسته به په تجارتي لیګونو کې ونه لیدل شي.
7. سنراېزر حېدراباد لوبډلې راشد خان او محمد نبي له ځانه سره ساتلې دي.
8. سنجو سمسون د ۲۰۲۱ کال لپاره د راجستان رایلز لوبډلمشر وټاکل شو
هندوستانی کریکټر سنجو سمسون چې په لوبډل مشرۍ کې تجربه هم لري، اوس د ۲۰۲۱ کال لپاره په ای پي ایل سیالیو کې د راجستان رایلز کپټان وټاکل شو.
9. افغانستان او ایرلینډ تردې مهال د لوبو په ګټلو کې همزولې لوبډلې دي
د افغان او ایرلینډ ملي لوبډلو تر دې مهال د یو ورځنیو لوبو په ګټلو کې مساوي مزل کړی دی له یو بل هیڅ کمی او زیاتی نلري، دواړو لوبډلو تردې مهاله ۲۷ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي چې مساوي روان دي دې لوبو کې ۱۳ افغانستان او ۱۳ ایرلینډ لوبډلې ګټلي دي همداراز ۱۳ بیا دواړو لوبډلو یو بل ته بیللي هم دي.
10. رحمان الله ګربز په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ۱۲۷ منډې جوړې او ځان یې غوره لوبغاړی ثابت کړ.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې