افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

د افغانستان او ايرلنډ لوبډلو د پرتله کولو په موخه لاندې معلومات وګورئ.

افغانستان ټولټال ۱۲۶ يوه ورځنۍ لوبې تر سره کړې دي.

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه په ۲۰۰۹/۴/۱۹ کې تر سره کړه.
۵۹ ګټلې، د ګټلو فيصدي يې (۴۶.۸۳)
۶۳ بايللې، د بايللو فيصدي (۵۰.۰۰)
۱ لوبه مساوي شوې ده.

۳ لوبې بې نتیجې پای ته رسيدلې
۴۸ لوبغاړو يې تر دا مهاله د نړيوالو لوبو خولۍ تر لاسه کړې دي.

تر ټولو زياتې انفرادي منډې په يو لوبه کې د محمد شهزاد ۱۳۱ منډې دي چې په ۲۰۱۵ کې د زمبابوې په خلاف جوړې کړې وې.

په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو زياتې ۲۷۸۲ منډې د محمد نبي جوړي کړې دي.
د منډو جوړولو غوره اوسط ۳۵.۲۱ د رحمت شاه دی.
تر ټولو غوره توپ اچونه ۷/۱۸ راشد خان په ۲۰۱۷ کې وينډيز په خلاف تر لاسه کړې دي په يوه لوبه کې.
په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو زياتې ۱۳۳ ويکټي هم راشد خان تر لاسه کړې دي.

د توپ اچونې غوره اوسط ۱۸.۵۵ هم د راشد خان دی.
تر ټولو زيات ۵۵ کيچونه بيا محمد نبي تر لاسه کړې دي.
د ويکټو تر شا بيا محمد شهزاد ۶۳ کيچونه او ۲۵ سټمپونو په وسيله ۸۸ لوبغاړي ښکار کړې دي.

تر ټولو ستر د ۳۳۸ منډو هدف يې د ايرلنډ په خلاف په ۲۰۱۷ زيږديز کال کې هند په ګريټر نويډا لوبغالي کې ټاکلې و.

تر ټولو کم د ۵۸ منډو هدف يې زمبابوې ته ټاکلې و په ۲۰۱۶ کې شارجه کرکټ لوبغالي کې.
تر ټولو د ډيرو ۲۷۴ منډو هدف يې د متحده عرب اماراتو په وړاندې تر لاسه کړې دی په ۲۰۱۴ زيږديز کال کې.

د يو ورځنيو لوبو لومړۍ ۱۰۰سليزه ۱۱۰ منډې محمد شهزاد محمدي د نیدرلنډ په خلاف په ۲۰۰۹ کې جوړې کړې وې.

ايرلنډ لوبډلې ټولټال ۱۶۱ لوبې تر سره کړې دې.

۶۹ ګټلې، د ګټلو فيصدي (۴۲.۸۶)
۸۱ بايللې, د بايللو فيصدي (۵۰.۳۱)
۳ لوبې مساوي شوې دې
۸ لوبې بې نتیجې پای ته رسيدلې دې.

۵۹ لوبغاړو يې د نړیوالو يو ورځنيو لوبو خولۍ تر لاسه کړې دې.
تر ټولو زياتې ۱۷۷ منډې په يوه لوبه کې پاول سټرلينګ د کاناډا په خلاف په ۲۰۱۰ زيږديز کال کې جوړې کړې دي.

په انفرادي توګه تر ټولو زياتې ۴۴۱۲ منډې هم پاول سټرلينګ جوړې کړې دي.
په لوبډله کې د توپوهنې غوره اوسط ۳۸.۰۳ هم د پاول سټرلينګ دی.

غوره توپ اچونه هم د پاول سټرلينګ چې په ۲۹۱۷ کې د افغانستان په خلاف د ۵۵ منډو په بدل کې ۵ويکټی تر لاسه کړې دي.
د يو ورځنيو لوبو تر ټولو زيات ۱۱۴ لوبغاړي کيون اوبراين سوځولې دې.

تر ټولو زيات ۶۴ کيچونه کيون اوبراين او ۶۴ کيچونه پورټرفلډ نيولې دي.

د ويکټو تر شا بيا نيل اوبراين ۸۰ کيچونه او ۱۴ سټمپه کړې ټولټال يې ۹۴ نوې لوبغاړي د لاسونو ښکار شوې دي.

تر ټولو ستر هدف يې زمبابوې ته په ۲۰۱۶ کې ۳۳۱/۸ او سکاټلينډ ته په ۲۰۱۸ کې ۳۳۱/۶ ټاکلې و.
تر ټولو کم هدف يې ۷۷ منډې سريلنکا ته ټاکلې و په ۲۰۰۷ کې…
تر ټولو ستر د ۳۲۸ منډو هدف د انګلستان په خلاف په ۲۰۱۱ نړيوال جام کې پوره(چېس) کړی دی. د ايرلنډ له لوري د پنځوس اوريزه لوبو ۱۰۰سليزه ۱۱۶ چپ لاسي جرمې برې جوړه کړې ده. لیکوال: شراف الدين شاکر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې