لیګونه

بیګ باش: اډلایډ سترایکرز نن له بریسبڼ هیټ سره لوبه کوي

اډلایډ سټرایکرز لوبډله نن له بریسبن هیټ لوبډلې سره د بیګ باش لیګ په ۴۶ مه سیالۍ کې مخامخ کیږي، دا لوبه په اډلایډ سټډیوم کې په ۱۲:۴۵ دقیقو پیل کیږي، دا هغه لوبډلې دي چې راشد خان او مجیب الرحمن ورسره لوبیدل، خو دواړو اوس دا لوبډلې پریښې او اماراتو ته راغلي او د ملي لوبډلې سره چې نن به د ایرلینډ پر وړاندې ولوبیږي یوځای شوي دي.

اډلایډ لوبډلې تراوسه ۱۱ لوبې کړي یواځې پنځه یې ګتلي دي شل نمرې لري، بیسبن هیټ بیا هم په ۱۱ لوبو کې پنځه ګټلي دي، نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ۱۲ مه لوبه ده چې ترسره کوي یې.
د یادونې ده چې سږکال د بیګ باش لیګ په سیالیو کې د ۸ لوبډلو ترمنځه سیډني سکسزرس ترټولو مخکښه لوبډله ده چې د ۱۱ لوبو له منځه یې ۸ ګټلي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې