افغانستان کریکټ

افغان ملي لوبډلې د ګربز د ۱۲۷ منډو پرمټ لومړۍ بریا خپله کړه

افغان ملي لوبډله نن له ایرلینډ سره د سیریز په لومړۍ لوبه کې ولوبیده او د ۱۶ منډو په توپیر یې مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه، نن لوبه کې لومړی توپوهنه افغان لوبډلې وکړه د ټولو اورونو په لوبولو یې مقابلې لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۷ منډې جوړې کړې
د افغان لوبډلې لپاره رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې، راشد خان ۵۵ او جاوید احمدي ۳۸ منډې جوړې کړې.

دوهم اننګز کې ایرلینډ هدف پوره نکړ د ۹ لوبغاړو په اوټېدو سره یې ۲۷۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۱۶ منډو په توپیر وبیلله.
د افغان لوبډلې لپاره نوین الحق درې، مجیب الرحمان او راشد خان دوه دوه، ګلبدین نایب او محمد نبي یو یو ویکیټه واخیسته او ایرلینډ لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې