افغانستان کریکټ

افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې نن د لوبې ډګر ته ښکته کیږي

د افغان ملي لوبډلې او ایرلینډ ترمنځ نن ۱۰:۳۰ دقیقې لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ پیل کیږي، دا سیالۍ له یوه اوږد ځنډ وروسته د افغانستان لپاره یو ځل بیا د لوبو پیل دی، افغانستان دې لوبو ته د اصغر افغان تر لوبډل مشرۍ لاندې لوبډله اعلان کړې او نن به په ابوظبي شیخ زاید سټډیوم کې د ایرلینډ پر وړاندې ولوبیږي.

افغانستان کریکټ بورډ وایي چې افغان لوبډله دغو لوبو ته په بشپړه توګه چمتووالی لري او نن به د ایرلینډ پر وړاندې په پوره مورال سره د لوبې ډګر ته ښکته شي، افغان لوبډلې ددې لوبو لپاره د ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ اچوونکی حمید حسن د بالینګ روزونکی ټاکلی دی ترڅو نوي تیز توپ اچوونکي له ده زده کړه وکړي.
ایرلینډ ددې لوبو لپاره د د انډي بیلبرني تر مشرۍ لاندې پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې