افغانستان کریکټ

افغانستان او ایرلینډ تردې مهال د لوبو په ګټلو کې همزولې لوبډلې دي

د افغان او ایرلینډ ملي لوبډلو تر دې مهال د یو ورځنیو لوبو په ګټلو کې مساوي مزل کړی دی له یو بل هیڅ کمی او زیاتی نلري، دواړو لوبډلو تردې مهاله ۲۷ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي چې مساوي روان دي دې لوبو کې ۱۳ افغانستان او ۱۳ ایرلینډ لوبډلې ګټلي دي همداراز ۱۳ بیا دواړو لوبډلو یو بل ته بیللي هم دي.

نننۍ یو ورځنۍ سیالۍ چې په ابوظبۍ کې به ترسره شي ددواړو لوبډلو لپاره برخه لیک ټاکوونکې لوبه ده، که هره لوبډله نننۍ سیالۍ کې بریا خپلوي نو دغه روان مساوي بهیر ته به د پای تکی کیږدي او ۱۴ مه سیالۍ به هم په خپل نوم ثیت کړي.
د یادونې ده چې افغانستان خپله وروستۍ سیالۍ د ۲۰۱۹ کال د می د میاشتې په ۲۱ نیټه کړې وه چې په ۱۲۶ منډو یې هغه لوبه ګټلې وه، خو نن لوبه کې یو ځل بیا د افغانستان لپاره له اوږدې دمې وروسته چانس په لاس ورغلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې