دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډیکاک: چې چانس ترلاسه کړم نو پاکستان سوپر لیګ کې به ولوبیږم.

د سویلي افریقا لوبډلمشر «کوینټن ډیکاک» یوه خبري کنفرانس ته وویل” پاکستان به د کور له شرایطو څخه ګټه واخلي ، کوربه سپنران به زموږ لپاره یوه ننګونه وي، زموږ د توپ وهنې لاین هم پیاوړی دی او موږ له خپلو توپ وهونکو څخه د ښې کارکردگۍ تمه لرو.

نوموړی زیاتوي چې ټوله نړۍ د کرونا وایروس لخوا اغېزمنه ده او په کرکټ یې هم بد اغېر غورځولی دی.

د سویلي افریقا لوبډلمشر زیاته کړه چې زموږ ډیری لوبغاړي د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې لوبیږي او د دې شرایطو سره سمون لپاره ښه چمتووالی نیسي.

هغه وایي په آسیایي شرایطو کې د سپینرانو رول مهم دی، په کورني کنډیشن کې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکول اسانه نه ده.

هغه د بابراعظم په باره کې وویل” هو، بابر اعظم په تېرو څو کلونو کې خورا ښه توپ وهنه کړې ، هغه په ​​ټولو فارمیټونو کې غوره پرفارمینس ورکوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې کوینټن ډیکاک وویل چې زموږ د لوبډلې مهالویش خورا مصروف دی ، هرکله چې زه چانس ترلاسه کړم نو پاکستان سوپر لیګ سیالۍ کې به ولوبیږم.

د یادونې وړ ده چې سویلي افریقا لوبډله د درې شل اوریزه او دوه ټیسټ سیالۍ په موخه پاکستان ته سفر کړی، د دواړونو هېوادونو ترمنځ به د دوه ټیسټ لوبو لړۍ د روانې حنورۍ په ۲۶مه نېټه پیل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې