دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ځوانه لوبډله د بد برخلیک سره مخ شوه

د بنګله دیش په ډاکه کرکټ لوبغالي کې نن بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ تر سوال لاندې راوست، د بنګله دیش او ویسټ انډیز ترمنځ په لومړنی پنځوس اوریزه لوبه کې توپ وهنه ویسټ انډيز پیل کړه ویسټ انډيز ټاکلي پنځوس اورونه ونه لوبول او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۲۲ منډو کې په ۳۳ اور کې د لاسه ورکړه.

ویسټ انډيز لپاره په توپ وهنه کې کایل مایرز تر نورو زیاتې ۴۰ منډې جوړي کړي خو په توپ اچونه کې د بنګله دیش لپاره شکیب الحسن څلور، او حسن محمود درې لوبغاړي وسوځول، ورکړل شوی هدف بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې په ډېرې اسانۍ سره پوره کړ او په لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه کې ستره بریا ترلاسه کړه د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه پنځوس اوریزه لوبه په ډاکه لوبغالي کې د روانې میاشتې په ۲۲ نېټه ترسره شي، یاده دې وي چې ویسټ انډیز کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره د کرکټ په تاریخ کې د ډېر اوږد ځنډ وروسته پخواني لوبغاړي د لوبو ګوښه او لوبډله یې په مکمله توګه ځوانه کړه چې اوس مهال د یوډول نیوکو لاندې ده

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې