دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ویسټ انډيز لوبډله د شکیب الحسن د بهترینه توپ اچونې قرباني شوه

د ویسټ انډيز او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړی پنځوس اوریزه لوبه د ویسټ انډيز په تاوان روانه ده، ویسټ انډيز لوبډلې ټاکلي پنځوس اورونه ونشولوبولی او خپله ټولو لوبډله یې په ۱۲۲ منډو کې له لاسه ورکړه.


د بنګله دیش لپاره په توپ اچونه کې شکیب الحسن بهترینه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په توپ اچونه کې څه کم ۸ اورونه ترسره کړل ۸ منډې ورکړي او څلور مهم لوبغاړي یې له مخې پورته کړل اوس مهال لوبه لاهم په ډاکه لوبغالي کې روانه ده بنګله دیش لوبډلې د ۱۲۲ منډو په ځواب کې ۳۸ منډې جوړي کړي اولایې هم کومه ویکټ د لاسه نده ورکړی، یاده دې وي چې شکیب الحسن د یو کلن ځنډ وروسته بیرته نړیوال کرکټ ته راستون شو خو نوموړي د پخوا څخه اوس د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لپاره شانداره توپ اچونه ترسره کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې