نړیوال کریکټ

ویرات کوهلي بېرته خپلې ملي دندې ته راوګرځېده

هندوستان له انګلینډ سره د ټیست لوبو لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله د ویرات کوهلي تر مشرۍ لاندې اعلان کړه، هندې لوبډلې پرون له اسټرالیا څخه د ټیست لوبې تر ګټلو وروسته سمدستي د انګلینډ سره د ټیست لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه، چې ویرات کوهلي او ددوی تېز توپ اچوونکي ایشانت شرما ته یې هم په لوبډله کې ځای ورکړی دی.

دا ځل هندۍ لوبډله لکه له اسټرالیا سره په لوبو کې یواځې نه ده دغه اتلس کسیزه لوبډله کې ددوی کلیدي لوبغاړي ویرات کوهلي، هارډیک پانډیا، ایشانت شرما، جسپریت بومرا او اشوین هم شامل دي.
لوبډله کې د ویراټ کوهلي سربېره اجینکا ریحاني، روهیت شرما، پُجارا، شبمن ګیل، ماینک اګروال ، ریشب پنټ، ساها، هارډیک پانډیا، کیل راهول، رويچندرا اشوېن، واشکټن سندر، کولډیف یادوف، اکسر پټېل، جسپرېټ بومرا، ایشانټ شرما، محمد سراج او شارډل ټکور شامل دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې