دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هینریچ کلاسین د لومړي ځل لپاره ۱۴ کاله وروسته د کوینټن ډي کاک په نشتون کې د پاکستان پرځمکه خپله لوبډله په شل اورویزو سیالیو کې رهبري کوي

په پام کې ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله په خپل کوربتوب د جنوبي افریقا سره د لوبو پیل په کراچۍ لوبغالي کې وکړي، دې سیالیوته افریقا کرکټ ملي لوبډلې خورا ښه لوبډله اعلان نکړه ځکه دوی یوازي د پخوانیو لوبغاړو څخه ډیویډ میلر ته چانس ورکړی او نور هېڅ کوم پخوانی او د شل اوریزو لوبو بهترینه لوبغاړی پکي نه لیدل کیږي.


د درې شل اوریزو لوبو لپاره چې د فیبروري په ۱۱، ۱۳، او ۱۴ لسمه نېټه ترسره کیږي د لومړي ځل لپاره به پکي مخکښ لوبغاړی هینریچ کلاسین د لوبډلمشرۍ دنده پر غاړه ولري، دا به د ۱۴ لسو کالو وروسته لومړنۍ رسمي سیالۍ وي چې جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډله یې د پاکستان پر کورنیو لوبغالو ترسره کوي، افریقا کرکټ بورډ په یو تازه راپور کې ویلي دوی به د ټيسټ لوبو لپاره نور لوبغاړي پاکستان ته ولیږي ځکه په اعلان شوی لوبډله کې ډېر د ټيسټ لوبو غوره لوبغاړي نه لیدل کیږي، یاده دې وي چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د جنوبي افریقا سره خپله لومړنی ټیسټ لوبه د روانې میاشتې په ۲۶ نېټه په کراچۍ لوبغالي کې پیل کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې