افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

نن د جنورۍ 20 مې لنډ ورزشي خبرونه

1. شکېب الحسن له بندیز وروسته لومړۍ لوبه کې یو ځل بیا ځان ښه لوبغاړی ثابت کړ، شکیب نن د بنګلدیش لپاره په په ۷.۲ اورنو کې څلور لوبغاړي وسوځول او په ۴۳ توپونو یې ۱۹ منډې ترلاسه کړې.
2. افغان کریکت بورډ: ملي لوبډله له ایرلینډ سره د سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لري
ټاکل شوې چې افغان لوبډله له ایرلینډۍ لوبډلې د دریو پنځوس اوریزو لوبو سیریز ولري، دا لوبې په عربي متحده اماراتو کې د شیخ زاید کریکټ په نړیوال سټډیوم کې ترسره کیږي.
3. ویرات کوهلي بېرته خپلې ملي دندې ته راوګرځېده.
هندوستان له انګلینډ سره د ټیست لوبو لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله د ویرات کوهلي تر مشرۍ لاندې اعلان کړه.
4. ځوانه لوبډله د بد برخلیک سره مخ شوه
د بنګله دیش په ډاکه کرکټ لوبغالي کې نن بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ تر سوال لاندې راوست، د بنګله دیش او ویسټ انډیز ترمنځ په لومړنی پنځوس اوریزه لوبه کې توپ وهنه ویسټ انډيز پیل کړه ویسټ انډيز ټاکلي پنځوس اورونه ونه لوبول او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۲۲ منډو کې په ۳۳ اور کې د لاسه ورکړه.
5. محمدنبي د «۱۰۰» توپونو لیګ سیالۍ ته واخیستل شو.
افغان مشهوره آل راؤنډر محمدنبي عسی خیل د انګلستان کورنۍ «۱۰۰» توپونو لیګ سیالۍ ته د « لندن سپریټ» لوبډلې لخوا واخیستل شو.
6. آی سي سي د ټېسټ لوبو د لوبغاړو تازه درجه بندۍ اعلان کړې
نن د کریکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي له لوري د ټېسټ فارمیټ د لوبغاړو تازه درجه بندۍ اعلان شوې. په دغو درجه بندیو کې د الراونډرانو، توپ وهوونکو او توپ اچوونکو درجه بندۍ شاملې دي.
7. آی پي ایل: چینای سوپر کېنګز لوبډلې مرلي وجي او پیوش چاولا له لوبډلې بهر کړل
د هند سوداګرېز کریکټ لیګ راتلونکي پړاو لپاره تر اوسه پورې کره نېټه او ځای نه دی په ډاګه شوی او له ډیری مینه والو سره ورته پوښتنې دي چې دا لیګ به چیرته او کله ترسره کېږي خو بي سي سي یا د هند کریکټ بورډ کنټرول ادارې په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده. 
8. جي روټ پاکستانی بابر اغظم، خو مارنوس لبوس شین بیا هندي ویراټ کوهلي له غوره مقام څخه ګوښه کړ
9. د ځنډ وروسته افغانستان کرکټ ملي لوبډله په مهمو سیالیو کې سبا د ایرلینډ پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
10. میلبورن رینیګارډز او میلبورن سټارز نن په بیګ باش کې ۴۵ مه لوبه ترسره کړه، رینیګارډز په پنځه وکټو لوبه وګټله

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې