لیګونه

میلبورن رینیګارډز او میلبورن سټارز نن په بیګ باش کې ۴۵ مه لوبه ترسره کوي

د اسټرالیا هېواد په بیګ باش لیګ کې نن ۴۵ مه لوبه د میلبورن رینګارډز او میلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ۱۲:۴۵ په میلبورن کریکټ سټډیوم کې ترسره کیږي، دا د بیګ باش سیالیو تقریباً وروستۍ لوبې دي چې دا مهال روانې دي، میلبورن رنیګارډز سږ کال د بیګ باش لیګ بدبخته او وروسته پاتې لوبډله ده چې تراوسه یې د یوولس سیالیو له منځ یوازې دوه ګټلي او هیڅ د مخکې تګ چانس یې نه لیدل کیږي.

میلبورن سټارز بیا هغه لوبډله چې د یوولس سیالیو له منځه یې پنځه ګټلي دي.
د اسټرالیا هېواد بیګ باش لیګ د هندوستان له تجارتي لیګ ای پي ایل وروسته هغه ستر او لوی تجارتي لیګ دی چې د نړۍ مهم او مشهور لوبغاړي پکې لوبیږی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې