لیګونه

محمدنبي د «۱۰۰» توپونو لیګ سیالۍ ته واخیستل شو.

افغان مشهوره آل راؤنډر محمدنبي عسی خیل د انګلستان کورنۍ «۱۰۰» توپونو لیګ سیالۍ ته د « لندن سپریټ» لوبډلې لخوا واخیستل شو.

ټاکل شوې وه چې د انګلستان دغه کورنۍ سیالۍ په ۲۰۲۰م کال کې ترسره شي خو د نړیوالې ناروغۍ کرونا وایروس له امله وځنډېدې چې اوس به په ۲۰۲۱م کال کې ترسره کیږي.

دغه لیګ چې له یې هم دقیقه نېټه نده معلومه خو روان کال نږدې وخت کې پیلیږي چې د نړۍ نامتو لوبغاړي به پکې ګډون وکړي.

د لندن سپریټ لوبډلې سره د محمدنبي ترڅنګ پاکستانی چټک توپ اچونکی محمد عامر او د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن هم شتون لري.

د انګلستان ۱۰۰ توپونو لیګ د نارینوو ترڅنګ د ښځینه لوبغاړو ترمنځ هم پیلیږي.

د نارینوو په لیګ کې به ټولټال ۸ لوبډلې ګډون ولري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې