افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

مجیب الرحمن سره کینګز الیون پنجاب لوبډلې مخاښه وکړه

د هندوستان په تجارتي لیګ کې ۸ لوبډلې شاملي دي چې نن یې ټولو مالکانو د بي سي سي آی کمېټې سره په انلاین ډول خبرې وکړي دې لوبډلو کې ځنیو یې پخواني لوبغاړي له ځانه سره وساتل او ځنیو لوبډلو بیا نوې لوبغاړي د نیلامۍ څخه مخکې واخیستل، د دې لوبډلو د منځ څخه یوه هم کینګز الیون پنجاب لوبډله ده چې د افغانستان مشهوره ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن ورسره په تیرو فصلونو کې ملګری و.


دې لوبډلې نن اعلان وکړ چې د استرالیا څخه ګلین مکسویل، د ویسټ انډيز څخه کټرایل، د نیوزیلینډ څخه جیمي نیشام، د هند څخه سنجي یادو، کرن ناېر، او د افغانستان څخه یې بیا د مجیب الرحمن د پريښودو پرېکړه اعلان کړه، مجیب الرحمن د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو ترټولو نامتو توپ اچونکی دی چې په راتلونکې پړاو کې به یې نورې لوبډلې په لیوالتیا په خپله لوبډله کې غوره کړي، یاده دې وي چې محمد نبي، او راشد خان ارمان بیا د سنریزر حیدراباد لوبډلې سره پاتي شوې، همداشان سټیو سمیت سره بیا راجستان رایلز لوبډلې د مخاښې اعلان وکړ، بنګلو لوبډلې بیا کریس موریس، پارټیو پټیل، ایروین فینچ، ډیل سټین، اوسرو اوډنا، شیوام دوبي، او پاون نیګي پريښې دي، ممبي لوبډلې د سریلانکایي چټک بالر لاسیت ملینګا او ویسټ انډيزي روتر فورډ سره د مخاښې اعلان وکړ، چینایي لوبډلې هربجن سینګ، ګوښه خو سوریش رینا یې د ځان سره په لوبډله کې ساتلی.

ډهلي لوبډلې بیا د الیکس کیري، موهیت شرما، سندیپ لامیچاني، او جیسن روی سره د مخاښې اعلان کړی،او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې بیا د کریس ګرین، او انګلستاني ټام بینټ سره د مخاښې اعلان کړی، یاده دې وي چې پريښودل شوې لوبغاړي به په راتلونکې څلورلسم پړاو کې چې د فیبرورۍ په ۱۶ نېټه ترسره کیږي بیا د مختلفو لوبډلو لخوا وپیرل شي او یا به هېڅ کوم ځای ونلري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې