نړیوال کریکټ

شکېب الحسن له بندیز وروسته لومړۍ لوبه کې یو ځل بیا ځان ښه لوبغاړی ثابت کړ

د بنګلدیش لوبډله مشهور الراونډر شکیب الحسن ۱۵ میاشتې روسته خپله لومړۍ لوبه وکړه، په نوموړي د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د فساد له امله بندیز لیګدلی و چې اوس پایته رسیدلی، نن نوموړی یو ځل بیا د بنګلدیش لپاره ولوبیده او خپل ځان یې ثابت کړ چې اوس هم ښه لوبغاړی دی.

شکیب نن د بنګلدیش لپاره په په ۷.۲ اورنو کې څلور لوبغاړي وسوځول او په ۴۳ توپونو یې ۱۹ منډې ترلاسه کړې چې په دې سره یې یو ځل بیا ثابته کړه چې له اوږد بندیز وروسته اوس هم ښه لوبغاړی دی او کولای شي لوبه وکړي.
د بنګلدیش او ویست انډیز ترمنځ نن د یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه چې بنګلدیش په شپږو ویکټو ویست انډیز ته ماتې ورکړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې