نړیوال کریکټ

شکیب الحسن ۱۵ میاشتې وروسته لومړۍ لوبه ترسره کوي

ټاکل شوې چې نن د بنګلدیش او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سیریز پیل شي، چې دغو لوبو بنګلدیشی مشهور او نوموتی الراونډر شکیب الحسن هم اخستل شوی دی، او نن به له اوږد ځنډ وروسته خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي، په شکیب الحسن د ۲۰۱۹ میلادي کال د اکتوبر په ۲۹ مه بندیز لګیدلی و چې څه موده مخکې یې بندیز پایته ورسید.

نوموړی نن له ۱۵ میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا نړیوال کریکټ کې ولوبیږي د نوموړي په اړه د بنګلدیش د سلیکشن کومیټې هم ویلي چې موږ هغه ښه راغلاست وایي هغه زموږ د ټیم یو کلیدي لوبغاړی دی او دا ځل به هم ښې لوبې ترسره کړي.
د یادونې ده چې په شکیب الحسن د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د فساد کولو له امله بندیز لګیدلی و چې اوس پایته رسیدلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې