دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ریکي پونټینګ : مونږ وېره نلرو خو د استرالیا کرکټ لوبډلې څخه مې هيله ده چې ښه سیالۍ ترسره کړي

وروسته له هغې چې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د شرمونکې ماتې څخه سبق واخیست او له استرالیا څخه یې په خپل کور کې د ټیسټ لوبو سیریز وګټه خورا حیرانونکی و، په دې اړه د استرالیا پخوانی لوبغاړی ریکي پونیټینګ : مونږ وېره نلرو او زه ډاډه یم چې لوبډله به د جیسټن لانګر تر روزنې لاندې پرمختګونه وکړي، مونږ په ټيسټ سیالیو کې لومړی مقام درلود اوس مو دا مقام د لاسه ورکړ خو لوبډله به د جنوبي افریقا پروړاندې ډېره هڅه وکړي ترڅو د آی سي سي سره په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی ځای ونیسي، هغه زیاتوي هندوستان د ویراټ کوهلي په نشتون کې حیرانونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه که څه هم د دوی مخکښ لوبغاړي د ټپونو له امله د سیالیو څخه بهر شو،


یاده دې وي چې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو راوروسته ډېر ښه راتګ وکړ د استرالیا څخه یې په خپل کور کې د شل اوریزو او ټیسټ لوبو سیریز پرته له مشهورو لوبغاړو وګټه چې ډېر کریډیټ یې د اجنکا ریحاني لوبډلمشرۍ ته ورکول شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې