نړیوال کریکټ

ریشب پنټ د مهندر سینګ ډوني ریکارډ مات کړ.

د هندۍ لوبډلې ځوان ویکټ کیپر توپ وهونکي «ریشب پنټ » چې د اسټرالیا خلاف تاریخي بریا کې کليدي رول ولوباوۀ د ام ایس ډوني ریکارډ مات کړ.

ریشب پنټ د استرالیا خلاف څلورمه ټیسټ لوبه کې چې برسبین کې ترسره شوه پکې «۸۹» ناسوځېدلې منډې جوړې کړې نوموړي د ټیسټ کرکټ «۱۰۰۰» منډې ترلاسه کړې.

ریشب پنټ نه یوازې د ټیسټ فارمټ زر منډې بشپړې کړې بلکې د هندوستان لپاره یې په ټیسټ فارمټ کې د زرو منډو په جوړولو سره ترټولو ګړندی ویکټ ساتونکی بیټسمین هم شو.

د هند لپاره له دې مخکې نوموتي ویکټ کیپر توپ وهونکي «مهندرا سینګ ډوني» په ټیسټ کرکټ کې د ویکټ کیپر توپ وهونکي په توګه د چټکو «۱۰۰۰» منډو ریکارډ درلود.

مهندرا سینګ ډوني د ټیسټ فارمټ ۱۰۰۰ منډې په «۳۲» اننګزونو کې ترلاسه کړې وې، خو ځوان ریشب پنټ د ویکټ کیپر توپ هونکي په توګه د ټیسټ فارمټ ۱۰۰۰ منډې یوازې په «۲۷» اننګزونو کې ترلاسه کړې او د مهندرا سینګ ډوني ریکارډ یې مات کړ.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ له یوې ویاړونکې لوبې وروسته هندوستان د برسبین په ټیسټ سیالۍ کې کوربه اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره د ټیسټ لړۍ دوه پر یو وګټله.

دا له تېرو ۳۳ کالونو وروسته لومړۍ ځل دی چې استرالیا لوبډله په برسبین کې سیالې لوبډلې ته د ټیسټ لوبو سیریز بایلي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې