افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

رحمان الله به د ملې لوبډلې لپاره خپله لومړۍ نړيواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړی

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان تیز توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز به د ایرلینډ پروړاندي د ملې لوبډلې لپاره خپله لومړې نړيواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړی.

هغه چې تر دې دمه پوري یې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره کومه نړیواله یو ورځنۍ لوبه نده ترسره کړی، د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې پروړاندي به په لومړي ځل پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړی.

ګربز تراوسه د ملې لوبډلې لپاره ۱۰ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، په دې لسو لوبو کې یې ۳۳۲ منډي کړی، چې په یوه لوبه  کې یې تر ټولو ډیري منډي ۷۹ دی.

 ګربز د شل اوریزه لوبو په دې فارمټ کې ۲ پنځوسیزي وهلي دي خو کومه سلیزه یې نده ترسره کړې.

۱۹ کلن ګربز به سبا د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې پروړاندي د افغان ملې لوبډلې سره یو ځای د میدان ډګر ته کښته شي.

ټاکل شوی ده، چې سبا افغانستان کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې پروړاندي د دریېو یورځنیو لوبو د لړۍ څخه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړی.

د یادونی ده، چې دا دوه هیوادونه دویمه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه بیا راتلونکې سې شنبه ترسره کوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې