نړیوال کریکټ

د بنګلدېش او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نن ترسره کیږي

ټاکل شوې چې د بنګلدېش او ویست انډیز لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ نن پیل شي، دا دواړه لوبډلې خپلو کې د یو ورځنیو او ټيسټ لوبو لړۍ لري چې لومړی به د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړي، لومړۍ لوبه یې نن د جنورۍ په شلمه دوهمه یې په دوه ویشتمه او دریمه پنځوس اوریزه لوبه به یې د جنورۍ په پنځه ویشتمه ترسره شي.

د ویسټ انډیز او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ دا لومړۍ لوبه به نن لس بجې په ډاکه نړیوال کریکټ سټډیوم کې پیل شي دواړو لوبډلو له وړاندې لوبو ته چمتووالی نیولی او د بنګلدیش لوبډلې مشهور الروانډر شکیب الحسن هم له اوږد ځنډ وروسته په لوبډله کې اخستل شوی دی.
د یادونې ده چې له دې لوبو وروسته به د دوه ټیسټ لوبو لړۍ د فبروري په دریمه پیل شي چې لومړۍ یې په دریمه او دوهمه به یې د جنورۍ په یولسمه ترسره کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې