نړیوال کریکټ

د انګلستان خلاف لومړۍ دوه ټیسټ سیالیو دپاره هندۍ لوبډله اعلان شوه.

د آل انډیا سینئر سلیکشن کمیټې د سه شنبې په ورځ غونډه وکړه ترڅو د انګلستان خلاف چینای کې د لومړۍ دوه ټیسټ سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړي.

لوبډلې ته لوبډلمشر ویرات کوهلي، ایشانت شرما په شمول یو شمېر نور ځوان لوبغاړي هم راګرځېدلي دي.

د انګلستان خلاف لومړۍ دوه ټیسټ سیالیو ته د هندۍ لوبډلې نوملړ:

ویرات کوهلي (لوبډلمشر) ، روهیت شرما ، مایانک اگروال ، شوبمن ګیل ، چیتشور پوجارا ، اجنکیا ریحاني (مرستیال لوبډلمشر) ، کیل راهول ، هارډیک پانډیا ، رشیب پنټ (ویکټ کیپر) ، وریډیمان ساه (ویکټ کیپر) ، روي چندرن اشوین ، کلدیف یادو ، اکشر پټیل ، واشنګټن سنډر ، ایشانت شرما ، جسپریت بومره ، محمد سراج ، شارډال ټھاکر.

د یادونې وړ ده چې انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د څلور ټیسټ سیالیو په موخه هندوستان ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ د راتلونکي فبروري په ۵مه نېټه چینای کې پیل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې