دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جي روټ پاکستانی بابر اغظم، خو مارنوس لبوس شین بیا هندي ویراټ کوهلي له غوره مقام څخه ګوښه کړ

د کرکټ نړیوالې شورا یوځل بیا د ټیسټ لوبو د لوبغاړو نړیواله درجه بندي اعلان کړه چې پکی انګلستانی جي روټ له شپږ مقام څخه پنځم مقام ته رارسیدلی دا پنځم مقام مخکې د پاکستاني لوبډلمشر بابراغظم سره و، روټ تیره ورځ د سریلانکا پروړاندې په لومړنی ټيسټ لوبه کې د ۲۲۸ منډو په کولو سره د آی سي سي پام ځانته راوړولو، همدا شان استرالیایي مارنوس لبوس شین بیا ویراټ کوهلي له درېم مقام څخه څلورم مقام ته ورګوزار کړ.


په نوی درجه بندۍ کې کین ویلیمسن، په لومړي مقام، سټیو سمیت په دوهم، مارنوس لبوس شین په درېم، ویراټ کوهلي په څلورم، جي روټ په پنځم، بابر اغظم په شپږم، چیتیشور پوجارا په اووم، بین سټوکز په اتم، نهم مقام کې اجینکا ریحاني، او لسم مقام کې بیا نیوزیلینډی هینري نیکولز دی، یاده دې وي چې د کرکټ نړیواله شورا هره میاشت د لوبغاړو د ښه لوبو وروسته هغوۍ ته پواینټونه ورکوي چې په نړیواله درجه بندۍ کې د مخکې تګ لامل کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې