نړیوال کریکټ

تازه: د بنګلدېش او ویسټ انډیز لوبه وځنډېده

نن د بنګلدېش او اویسټ انډیز ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ په ډاکه کریکټ سټډیوم کې روانه، بنګلدېش لوبډلې د لوبې پچه ګټلې لومړی توپ اچونه کوي او ویسټ انډیز لومړی توپوهنه پیل کړې، خو اوس تازه دا لوبه کې ځنډ راغی او د میدان د لوندوالي له وجې لوبه ځنډیدلي یو شمېر راپورونه وایي چې لوبه کې باران دی او د باران له وجې وځنډیده.
ویسټ انډیز تراوسه ۱۵ منډې ترلاسه کړي او خپل یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړی دی؛ خو د بنګلدیش لوبغاړو بیا په 3,3 اورونو کې یو لوبغاړی سوځولی د بنګلدیش لپاره مستفیض الرحمن لومړی لوبغاړی دی چې په ویکټ اخستو بریالی شوی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې