افغانستان کریکټ

بنګله دیش نن د ویسټ انډیز خلاف سیالۍ پیلوي.

له اوږد ځنډ وروسته ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډله د درې یو ورځنۍ او دوه ټیسټ سیالیو په موخه بنګله دیش هېواد ته سفر کړی.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی «مشفیق الراحیم » هم په یادو سیالیو خوښي ښودلې او پر خپله فیسبوک پاڼه یې لیکلي” د لسو میاشتو او لسو ورځو انتظار پای ته ورسېده”

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې یو ورځنۍ او دوه ټیسټ لوبو لړۍ نن د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په پنځوس اوریزه لوبې سره پیل شي.

د مهالویش له مخې دوهمه یو یورځنۍ سیالي به د جنورۍ په ۲۲مه، دریمه او وروستۍ سیالي به د جنوري په ۲۵نېټه ترسره شي.

همدا راز به لومړۍ ټیسټ لوبه د جنورۍ په ۲۹مه، دوهمه او وروستۍ ټیسټ سیالي به د فبروري په ۱۱مه نېټه ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې