افغانستان کریکټ

افغان کریکت بورډ: ملي لوبډله له ایرلینډ سره د سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لري

ټاکل شوې چې افغان لوبډله له ایرلینډۍ لوبډلې سره د دریو پنځوس اوریزو لوبو سیریز ولري، دا لوبې په عربي متحده اماراتو کې د شیخ زاید کریکټ په نړیوال سټډیوم کې ترسره کیږي، افغان لوبډله لا دمخه ده هېواد ته رسېدلې او هلته یې خپل تمرینات پیل کړي دي، کریکټ بورډ د اضغر افغان تر مشرۍ لاندې لوبډله اعلان کړې چې دا مهال په متحده اماراتو کې په تمریناتو بوخته ده، چې د افغان لوبډلې کلیدي لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن هم ورسره یوځای شوي دي.

اوس تازه کریکټ بورډ وایي چې افغان ملي لوبډله له ایرلینډ سره د سیالیو لپاره په بشپړه توګه چمتوالی لري او دا لوبې به په سم ډول ترسره کړي، کریکټ بورډ د افغان لوبغاړو څو تصویران خپاره کړي او ورسره یې لیکلي چې “ملي لوبډله د ایرلنډ سره سیالیو ته چمتو ده ملي لوبغاړي چمتو دي چې د کاردان پوهنتون اتلولۍ جام کې ایرلنډۍ لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.
یواځې دوه ورځې، زړه راښکونکو شېبو ته په تمه شئ.”
دا لوبې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱ مه راتلوونکې پنج شنبه ترسره کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې