افغانستان کریکټ

افغانستان سبا د ایرلینډ پروړاندي د میدان ډګر ته کښته کیږي

سبا پنجشنبه افغان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلې سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون پر خپل رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، چې ملې لوبډله یې د ایرلینډ پروړاندي لوبو ته پوره چمتو ده.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې افغان او ایرلنډ لوبډلې به د لړۍ لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه سهار ۱۰ بجې د ابو دوبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې پیل کړي.

د یادونی ده، چې دا دوه هیوادونه دویمه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه بیا راتلونکې سې شنبه ترسره کوي.

افغان کرکټ بورډ دې لوبو ته خپله ۱۶ کسیزه لوبډله هم اعلان کړی ده.

اصغر افغان, رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف.

وبه ګورو چې له دې ۱۶ لوبغاړو څخه به د سبانۍ لوبې لپاره افغان کرکټ بورډ کومه لوبډله د ایرلینډ لپاره انتخابوی.

د دې لوبې حال له افغان کریک انفو فیسبوک پاڼي څخه مه هیروئ

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې