دلوبغاړو په اړه

کوینټین ډيکاک: پاکستان ته په خپل کور کې ماته ورکول اسان کار ندی.

د سویلي افریقا لوبډلمشر «کوینټین ډیکاک» وایي چې د پاکستان په شمول اسانه نده چې کومې لوبډلې ته په خپل کور کې ماته ورکړې.

آنلاین رسنیو ته د خبرو پرمهال د سویلي افریقا لوبډلمشر کوینټین ډیکاک وویل چې د سویلي افریقا لوبډله اټکل کوي چې پاکستان به په خپل کور کې اسانه مخالف نه وي، ځکه چې د بابر اعظم پاکستانۍ لوبډلې ته راستنیدل او د کور شرایط به یقینا د پاکستان ځواک ډېر کړي.

په پاکستان کې د امنیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ډیکاک وویل چې پاکستان ته د راتلو دمخه د امنیت په اړه پوښتنې وې خو پاکستان ته له رسیدو او انتظاماتو ته په کتلو سره هرڅوک مطمین دي چې د لوبغاړو خوندیتوب لپاره ترټولو غوره انتظامات شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې ترټولو لویه ننګونه د شرایطو ارزونه نه کول دي ځکه چې ددې تر مخه زموږ د لوبډلې لوبغاړي په پاکستان کې ندي لوبیدلي.

دا باید په یاد وساتل شي چې د سویلي افریقا لوبډله له ۲۰۰۷م کال راهیسې د لومړي ځل لپاره پاکستان ته راغلې، په ورته وخت کې د سویلي افریقا لوبډلې لوبغاړی «فاف ډوپلیسس» د ورلډ الیون او بیا د پاکستان سوپر لیګ لپاره پاکستان ته راغلی.

ټاکل شوې ده چې د سویلي افریقا او کوربه پاکستان ترمنځ د درې شل اوریزه او دوه ټیسټ لوبو لړۍ د روانې جنورۍ په ۲۶مه نېټه کراچۍ نړیوال لوبغالي کې پیل شي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې