نړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ نندرتچیانو ته اجازه ورکوي.

که څه هم ترمخه د رسنیو راپورونو له مخې معلومېدل چې پاکستان به د کرونا وایروس ناروغۍ له امله د تړلو دروازو شاته د راتلونکو ټولو لوبو کوربتوب وکړي.

ځکه ددې ترمخه د پاکستان سوپر لیګ او نورې کورنۍ سیالۍ د نندراچیانو پرته د بندو دروازو تر شاه ترسره شوې .

خو پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ د دوه ټیسټ او درې شل اوریزه سیالیو کې د محدود شمېر نندراچیانو اجازې خبر ورکړ، د راپورونو په وینا چې نندراچیانو ته اجازه ورکول کیږي خو فاصله به مراعت کوي.

په هرصورت، پاکستان کرکټ بورډ اوس شرکتونو ته بلنه ورکړې چې د ۲۰۲۱ م کال جنوري څخه تر جون پورې د پاکستان کورنۍ او نړیوالو سیالیو مهالویش لپاره د ټیکټ پلور خدماتو چمتو کولو لپاره بورډ ته راشي.

د کرونا وایروس په لړ کې پاکستان کرکټ بورډ د زمبابوې او پاکستان، همدا راز پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو او نورې کورنۍ سیالۍ د نندراچیانو پرته د بندو دروازو شاته ترسره کړې.

ټاکل شوې ده چې پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ د دوه ټیسټ او درې شل اوریزه لوبو لړۍ د روانې جنورۍ په ۲۶مه نېټه پیل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې