نړیوال کریکټ

هغه ریکارډ چې انګلینډ لوبډلې په ۶۴ کلونو کې نه و ترسره کړی؛ اوس یې ترلاسه کړ

انګلینډۍ لوبډله چې اوس مهال په ټیسټ درجه بندۍ کې لومړی مقام لري داځل یې یو نوی ریکارډ ثبت کړ او داسې ریکارډ چې له ۱۹۵۷ کال راپه دېخوا یې نه و ثبت کړی، انګلینډ لوبډلې په ۲۰۲۱ کال کې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه له سریلانکا څخه وګټله د سریلانکا او انګلینډ ترمنځ دا لوبې په ګال نړیوال کریکټ سټډیوم کې ترسره شوې، په دې بریا سره دا د انګلینډ لوبډلې لپاره څلورمه سر په سر بریا شوه چې په ټیسټ لوبو کې یې ترلاسه کړه.

دې لوبډلې له دې مخکې درې سر په سر لوبې له سویلي افریقا ګټلې وې او څلورمه یې له سریلانکا وګټله چې په دې سره د ۱۹۵۷ کال ترسره کړې کړنه بیا تازه کړه، هغه مهال هم انګلینډ لوبډلې څلور سر په سر لوبې ګټلې وې.
انګلینډۍ لوبډله داسې مهال دا لوبې ګتي چې تازه یې د کریکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې