افغانستان کریکټ

ملي سپورټس د مینوالو هیلو ته لابیک ووایه.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لوبې په ساده انتن ټول افغانستان کې له ملي تلویزیون ښودل کیږي. ملي سپورټس چې په افغانستان کې دوه کاله تر مخه فعالت شروع کړ خو یوازې په «ډیش ټي وي» کې کار کوي، د قرارداد له مخې د افعانستان اکثره نړیوالې او کورنی لیګ ملي سپورټس خپروي چې ډېرو مینوالو ترې شکایت کاوه.

د دوی په وینا چې اکثره افعانان ډیش ډي وي ته لاس رسی نلري نه ملي سپورټس تلویزیون بل تلویزیون ته د اوبو خپرولو حقوق ورکوي، نو دوی اکثره وخت د افغانستان مهمې لوبې د تلویزیون پرځای له راډیو څخه اوري.

ملي سپورټس اوس تازه خبر ورکړ چې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لوبې چې دوی یې د ژوندي خپروي حقوق لري په ټول افغانستان کې له « ملي تلویزیون» څخه لیدلی شئ.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درې ورځنۍ لوبو لړۍ را روانه پنجشنبه د جنورۍ ۲۱مه نېټه پیل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې