دلوبغاړو په اړه

له بیګ باش لیګ څخه راستانه شویو افغان لوبغاړو نبي، راشدخان او مجیب الرحمن هم له ملي لوبډلې سره تمرینات پیل کړل

د افغان لوبډلې نوموتي ستوري محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب الرحمن چې تر ډېره په نړیوالو لیګونو کې مصروف وي تازه له بیګ باش سیالیو راستانه شوي او له ملي لوبډلې سره تر یوځای کېدو وروسته یې خپل تمرینات پیل کړل، په خپاره شویو تصویرانو کې لیدل کېږي چې راشد خان، محمد نبي عیسی خېل او مجیب الرحمن له نورو افغان لوبغاړو سره ګډ تمرینات کوي.
راشد خان هم په دې اړه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې زه ډېر خوشحاله یم چې بیرته خپلو لوبغاړو سره یوځای شوم او ژر به لوبو کې برخه واخلو.

دوی دغه تمرینات د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ په شېخ زاید سټډیوم ترسره کوي، افغان لوبډله له ایرلینډ لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې لري چې چې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه ۲۴مه او شپږ ویشتمه به په متحده اماراتو کې ترسره شي.
د یادونې ده چې له ایرلینډ وروسته افغان لوبډله له زمبابوی، هندوستان، سریلانکا او یو شمېر نورو مهمو لوبغاړو سره لوبې لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې