افغانستان کریکټ

لغمان د دریمه درجه ولایتي سیالیو لپاره دغه لوبډله اعلان کړې

ټاکل شوې چې دریمه درجه ولایتي سیالۍ به د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۲ مه په کندهار، ننګرهار او خوست ولایتونو کې پیل شي، د لغمان د کریکټ ادارې ددې لوبو لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړې ترڅو په دغه سیالیو کې ولوبیږي.

د لغمان څخه دې لوبو ته ناصرعمر، عبدالخالق پشه يي، ملیار عادل، سباوون هوتک، شاهدالله عبدالرحیمزی، جاوید رحیمي، قسیم اوریاخېل، فرید حکیماني، توریال همت، مطیع الله نیازی، جاوید، نظیف الله، حشمت نیازی، ظهور عبدالرحیمزی او امان سروري ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی.
د یادونې ده چې دغه سیالۍ د شلو لوبډلو ترمنځ د جنورۍ په ۲۲ مه پیلیږي چې لوبې به یې په پنځه ګروپونو کې ترسره شي او د فبروري تر دریمې به دوام وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې