نړیوال کریکټ

سکای سپورټس به پاکستان ته «۲۰» کروړه امریکایي ډالر ورکوي.

پاکستان کرکټ بورډ د برتانیې « سکای سپورټس» تلویزیوني شبکې سره درې کلن تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د پاکستان په کوربتوب ټولې سیالۍ او راتلونکي درې پړاؤه پاکستان سوپر لیګ سیالۍ لایف خپروي.

له دې د مخه پاکستان کرکټ بورډ او «پي ټي وي» سپورټس د درې کلن نشراتو تړون لاسلیک کړی و.

سکای سپورټس به اوس «۲۰۰» ملیونه امریکایي ډالر پاکستان ته ورکوي چې د پاکستان کرکټ په تاریخ کې د خپرونو ترټولو لوی تړون بلل شوی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ سرپرست او لومړي وزیر عمران خان هم د تړون د لاسلیک مراسمو کې شتون درلود. د پاکستان کرکټ بورډ او سکای سپورټس ترمنځ تړون به له ۲۰۲۰م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې دوام وکړي.

ټاکل شوې ده چې سکای سپورټس به ددغه تړون لومړۍ لوبه روانه میاشت ۲۶مه نېټه د سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه لایف خپره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې