نړیوال کریکټ

سعود شکیل: تل په دې باور وم چې د پاکستان د استازیتوب خوب به مې واقع شي

سعود شکیل وایي چې د سویلي افریقا پروړاندې په ملي لوبډله کې د چانس ترلاسه کولو له امله خوښ دی، نوموړي وویل چې د پاکستان په استازیتوب لوبېدل یو ارمان و او په دې باور ؤ چې ضرور یې به یې یوه ورځ دغه خوب په حقیقت بدل شي.

سعود شکیل چې د ماشومتوب دوره یې د سرفراز احمد ، اسد شفیق او انور علي په ګډون د څو نورو ملي لوبډلې ټیسټ کرکټ لوبغاړو تر سیوري لاندې تیره کړې ، د دولس کلنۍ عمر کې یې د کلب کرکټ لوبې پیل کړې.

سعود شکیل چې کوم خوب لیده هغه به اوس د نوموړي له کور څخه یوازې «۷» کیلومتره وړاندې د کراچۍ تاریخي لوبغالي کې پوره شي چې د هیواد نمایندګي د سویلي افریقا خلاف وکړي.

سعود شکیل وویل چې هغه نشول کولی د جنوري په ۱۵مه نېټه د ملي لوبډلې چیف سلیکټر محمد وسیم مطبوعاتي کنفرانس وګوري، هغه وایي څنګه چې چیف سلیکټر د سویلي افریقا خلاف لوبډله اعلان کړه په هوټل کې د سند کرکټ لوبډلې لوبغاړو زما د خونې دروازه وټکوله او زیری یې رباندې وکړ.

د منځیني ارډر ۲۵ کلن توپ وهونکي سعود شکیل په ۴۶ فرسټ کلاس سیالیو کې ټولټال ۳۲۳۰ منډې جوړې کړې دي، ۱۰ سلیزې، ۱۷ نیمه سلیزې یې په ۴۹ اوسط سره ترلاسه کړي دي.

سعود شکیل په لومړۍ نړیواله سیالي د روانې جنورۍ په ۲۶مه نېټه د شویلي افریقا خلاف ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې