نړیوال کریکټ

د هندوستان د سلیکشن کومیټه: ویرات کوهلي او ایشانت شرما به د انګلینډ خلاف لوبډله کې شامل کړو

ټاکل شوې چې د هندوستان د کریکټ کنټرول بورډ د سلیکشن کومېټه نن د انګلینډ خلاف ددوه ټیسټ سیالیو لپاره لوبډله غوره کړي، هندوستان د اسټرالیا له سفر وروسته پرلپسې به فبروري میاشت کې د انګلینډ په خلاف ټیست سیریز لري چې د هندوستان په کوربتوب به ترسره شي او وویل کیږي چې دا لوبې به پرته له ننداره کوونکو ترسره کیږي ترڅو د کرونا له خطره لوبغاړي لرې پاتې شي.

د انګلینډ دې سیالیو ته به د هندوستانۍ لوبډلې کپتان ویرات کوهلي بیرته راوګرځي ځکه نوموړي په اسټرالیا کې له لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته د خپل نوې زیږیدلي ماشوم د لیدو په پار لوبډله پریښوده او هندوستان ته راغی اوس د سیلیکشن کومیټه وایي چې کوهلي به د انګلینډ په خلاف لوبډله کې شامل کړو؛ راپورونه وایي چې هندوستان به نن ۲۵ کسیزه لوبډله د غوره توپ اچوونکو په شتون کې اعلان کړي چې ددوی تېز توپ اچوونکی ایشانت شرما چې د ای پي ایل سیالیو پر مهال ټپي شوی و ښه شوی او ددې سکواډ برخه به وګرځي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې