افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

د نن جنورۍ ۱۹ مې مهم او لنډ ورزشي خبرونه

1. هند لومړنۍ اسیایې لوبډله شوه، چې په ګابا لوبغالي کې یې اسټرالیا په ګونډو کړه
د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې د ټېسټ لوبو سیرېز ۲-۱ پایته ورسوه، چې په دې سره د هند کریکټ ملي لوبډلې یو شمېر ریکارډونه جوړ کړل او د ډیری کریکټ مینه والو په زړونو باندې یې راج وکړ.
2. پاکستان کرکټ بورډ نندره چیانو ته اجازه ورکوي، چې کریکټ له نږدې وګوري.
3. راشد خان هندوستان کریکټ ملي لوبډلې ته مبارکې ویلي ده.
  د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لیګ برېک سوکه توپ اچوونکي راشد خان د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې ته مبارکې ویلي ده، راشد خان هندوستان کریکټ ملي لوبډلې ته د ټېسټ لوبو سیرېز کوم یې چې له اسټرالیا څخه وګټه او اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله یې په خپل کور کې له ګټې بې غمه کړه، د دې تاریخې بریا مبارکې یې هندوستان کریکټ ملي لوبډلې ته ویلي ده.
4. د هند کریکټ ملي لوبډلې دا پنځم ځل دی چې د سیرېز پیل په ماتې او پای په بریا کوي.
5. هغه ریکارډ چې انګلینډ لوبډلې په ۶۴ کلونو کې نه و ترسره کړی؛ اوس یې ترلاسه کړ
انګلینډۍ لوبډله چې اوس مهال په ټیسټ درجه بندۍ کې لومړی مقام لري داځل یې یو نوی ریکارډ ثبت کړ او داسې ریکارډ چې له ۱۹۵۷ کال راپه دېخوا یې نه و ثبت کړی.
6. د هندوستان د سلیکشن کومیټه: ویرات کوهلي او ایشانت شرما به د انګلینډ خلاف لوبډله کې شامل کړو
ټاکل شوې چې د هندوستان د کریکټ کنټرول بورډ د سلیکشن کومېټه نن د انګلینډ خلاف ددوه ټیسټ سیالیو لپاره لوبډله غوره کړي.
7. افغان کریکټ بورډ: دریمه درجه ولایتي سیالۍ به راتلوونکې اونۍ پیل شي
افغان کریکت بورډ په پام کې لري چې راتلوونکې اونۍ د جنورۍ په ۲۲مه د شلو ولایتونو ترمنځ دریمه درجه یا ګرېډ تري سیالۍ پیل کړي، دا سیالۍ به د هېواد په ننګرهار، کندهار او خوست ولایتونو کې ترسره شي.
8. له بیګ باش لیګ څخه راستانه شویو افغان لوبغاړو نبي، راشدخان او مجیب الرحمن هم له ملي لوبډلې سره تمرینات پیل کړل
د افغان لوبډلې نوموتي ستوري محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب الرحمن چې تر ډېره په نړیوالو لیګونو کې مصروف وي تازه له بیګ باش سیالیو راستانه شوي او له ملي لوبډلې سره تر یوځای کېدو وروسته یې خپل تمرینات پیل کړل.
9. د مشهوره لوبغاړو په نشتون کې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د استرالیا څخه په خپل کور کې د ټيسټ لوبو سیریز وګټه.
10. ملي سپورټس د مینوالو هیلو ته لابیک ووایه.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لوبې په ساده انتن ټول افغانستان کې له ملي تلویزیون ښودل کیږي. ملي سپورټس چې په افغانستان کې دوه کاله تر مخه فعالت شروع کړ خو یوازې په «ډیش ټي وي» کې کار کوي، د قرارداد له مخې د افعانستان اکثره نړیوالې او کورنی لیګ ملي سپورټس خپروي چې ډېرو مینوالو ترې شکایت کاوه.
دا او نور مهم خبرونه افغان کریک انفو کې وګورئ.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې